علماء او قومي مخور: ا.ا دې د اسلامي اصولو او قواعدو په چوکاټ کې انجونو زده کړو ته د حل لاره پیدا کړي.

علماء او قومي مخور: ا.ا دې د اسلامي اصولو او قواعدو په چوکاټ کې انجونو زده کړو ته د حل لاره پیدا کړي.
7 فبروري 2023
د ننګرهار ولایت سیمه ییزې رسنۍ وایي چې نن ورځ په دغه ولایت کې د سلګونه قومي مخورو او علماؤ له لورې یوه غونډه جوړه شوه، چې زیاتو ولسي خلکو هم پکې ګډون کړی وو.
خبر زیاتوي چې دیني علماوو او قومي مشرانو د دغې غونډې په ترڅ کې له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او تر څنګ یې غوښتي چې د نجونو د زده کړو او کار په اړه دې پر یادو پرېکړو بیا کتنه وکړي او ژر تر ژره دې یادو بندیزونو ته د پای ټکی کېږدي.
یادو علماو ویلي چې د نجونو د زده کړو او کار په اړه د اسلامي امارت محدودیتونو یو شمیر غبرګونونه را پارولي چې یاد غبرګونونه نظام ته سر دردی جوړه وي. علماوو زیاته کړې چې ا.ا دې د اسلامي اصولو او قواعدو په چوکاټ کې یادو بندیزونو ته د حل لاره پیدا کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د دلوې ۸مه د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په یو رسمي لیک کې خصوصي پوهنتونو ته ویلي چې د روان تحصیلي کال لپاره ښځینه نجوني جذب نه کړي.
اړوند موضوعات
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي چې طالبان دې د انجونو او ښځو کار او زده کړو ته اجازه ورکړي.
په یاد نفاذ لیک کې راغلي چې د ښځینه نجوني نوملیکنه دې تر امر ثاني پورې وځنډوي، خو له دې وړاندې د لیندۍ په ۲۹مه د لوړو زده کړو وزارت د نجونو پوهنتونونه تر امر ثاني ځنډیدولي.
حماد






