د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال په مشرۍ له افغان شخصیتونو سره د تماس کمیسیون غونډه ترسره شوی.

د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال په مشرۍ له افغان شخصیتونو سره د تماس کمیسیون غونډه ترسره شوی.
30 مارچ بنشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء دفتر ارګ څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ نن له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون ناسته ترسره شوه.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دغه ناسته کې د راستنو شویو افغان شخصیتونو د ستونزو پر حل، هغوی ته د ډاډمن ژوند او چاپیریال پر چمتو کولو او نورو اړوندو مسایلو بحث وشو.
اړوند موضوعات
تماس کمیسیون ویاند وایي: هېواد ته د راستانه شویو شخصیتونو او څېرو لپاره به د کار زمینه برابره شي.
یاده دې وي چې د اسلامي امارت له لورې له افغان شخصیتونو سره د تماس کمیسیون د ایجاد راپدیخوا تر ۵۰۰ زیات افغان شخصیتونه چې پکې زیاتره د تیرې ادارې لوړرتبه چارواکي، پوځي جنرالان، د اردو افسران او نور اړونده کسان شامل دي د دې کمیسیون له لارې هیواد ته راستانه شوي.






