تماس کمیسیون ویاند وایي: هېواد ته د راستانه شویو شخصیتونو او څېرو لپاره به د کار زمینه برابره شي.

تماس کمیسیون ویاند وایي: هېواد ته د راستانه شویو شخصیتونو او څېرو لپاره به د کار زمینه برابره شي.
13 مارچ دوشنبه 2023
له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون ویاند وايي، د افغانستان سرپرست حکومت به هغو استعداد لرونکو او رېښتینو شخصیتونو ته په حکومت کې د کار زمینه برابره کړي، چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي او یا هم راستانه کېږي.
احمدالله وثیق وویل:«حکومت ژمن دی د افغان شخصیتونو وړتیا، استعداد او صداقت ته په کتو سره کېدای شي، چې دوی د حکومت په ځینو برخو کې راشي، ځکه د تېر نظام په لکونو مامورین اوسمهال د حکومت یوه برخه ده او معاشونه اخلي.»
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون زیاتوي، تر اوسه د وزیرانو، والیانو، جنرالانو، د ملي شورا غړو او پخوانیو سیاسي او پوځي شخصیتونو په ګډون له ۵۰۰ ډېر سیاسي شخصیتونه هېواد ته راستانه شوي دي.
اړوند موضوعات
د سیاسي مرستیال په مشرۍ د افغان شخصیتونو سره د تماس او راستنولو کمیسیون ناسته ترسره شوه.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون ویاند احمدالله وثیق وايي:«له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون له لارې تر اوسه پورې ۵۱۳ افغان شخصیتونه بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي، چې پهکې وزیران، والیان او مرستیالان هم شامل دي.






