د سیاسي مرستیال په مشرۍ د افغان شخصیتونو سره د تماس او راستنولو کمیسیون ناسته ترسره شوه.
د سیاسي مرستیال په مشرۍ د افغان شخصیتونو سره د تماس او راستنولو کمیسیون ناسته ترسره شوه.
16 نومبر 2022
د افغان شخصیتونو سره د تماس کمیسیون په خپله ټویټر پاڼه خبر ورکړی چې د یاد کمیسیون د غړو ناسته ترسره شوه.
خبر زیاتوي چې د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ له افغان شخصیتونو سره د تماس او هیواد ته د دوی د راستنولو کمېسیون پرون ناسته وکړه.
په دې ناسته کې پر ګڼو نورو موضوعاتو سربېره د دې کمېسیون له لارې هېواد ته د راستنو شویو سیاسي شخصیتونو پر غوښتنو او وړاندیزونو هم بحث وشو.
اړوند موضوعات
د افغان شخصیتونو د تماس کمیسون په هڅو تر اوسه هیواد ته ۳۷۰ د تیرې ادارې مهم اشخاص راستانه شوي.
یاد کمیسیون د خپل کار له پیله تر اوسه نیږدې ۴۰۰ د تیرې ادارې مهم اشخاص چې پکې وزیران، معینان، رئیسان، نظامي افسران او نور کارکوونکي شامل دي راستانه کړي.