د هیواد په څلورو ولایتونو کې د نشه يی توکو د قاچاق په تړاو پولیسو ۷ تنه نیولي او یوه کارخانه یې کشف کړی
د هیواد په څلورو ولایتونو کې د نشه يی توکو د قاچاق په تړاو پولیسو ۷ تنه نیولي او یوه کارخانه یې کشف کړی.
29 مارچ چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د نشه یي توکو قاچاقیان او څو تنه معتادین یې د درملنې په موخه نیولي.
خبر زیاتوي چې یادو پولیسو ٣ تنه د ١٤ کیلو ګرامه چرسو او ٣ کیلو شيشې د لیږد په تړاو په ننګرهار کې، ٢ تنه د ٤ کیلو چرسو د لیږد په تړاو په لغمان کې، یو تن د نشه يي توکو د خرڅلاو په تړاو په هرات کې او همدا راز د نشه يي توکو د جوړولو یوه کارخونه د ١٥٠٠ کیلو ګرامه اومانو سره د سرپل په ولایت کې کشف او یو تن یې په تړاو نیول شوي.
دغه راز، د لغمان په مهترلام کې ١٠ تنه په نشه روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه د کابل ١٠٠٠ بستريز روغتون ته لیږدول شوي.
اړوند موضوعات
د کورنیو چارو وزارت اړوند سرحدي پوليسو د مولانا جلال الدين محمد بلخي په نړيوال هوايي ډګر کې څلور هغه کسان تر پېژندلو وروسته نيولي، چې غوښتل د يو صراف ۲۸ زره او ۸۲۹ ډالر د کرايي په بڼه ايران هيواد ته ولېږدوي.
حماد