د نشهیيتوکو سره د مبارزې پولیسو د هیواد په ۶ ولایتونو کې سلګونه جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت پاکه کړی.

د نشهیيتوکو سره د مبارزې پولیسو د هیواد په ۶ ولایتونو کې سلګونه جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت پاکه کړی.
24 مارچ جمعه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې سلګونه جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړی.
خبرپاڼه کې راغلي چې د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په تیرو ٣ ورځو کې، ١٢ سوه جریبه ځمکه د بادغیس ولایت په تګاب عالم ولسوالی کې، ١٢ جریبه ځمکه د چهارچینو، ١ جریب د چورې ولسوالی، ٣ جریبه د ارزګان په ترينکوټ کې او یو جریب ځمکه د دايکنډي ولایت په کیتي ولسوالی کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې.
همدا راز یادو پولیسو ۲۴ جريبه د کوکنارو کرکيله د زابل ولايت په شهر صفا او نوبهار ولسواليو، يو نيم جريب نوره په ارغنداب ولسوالۍ کې هم تخریب او کښت څخه پاکه کړی.
اړوند موضوعات
د نشهیيتوکو سره د مبارزې پولیسو ننګرهار کې یو شمیر معتادین د درملنې په موخه راټول کړي.
خبرزیاتوي چې ۱۵ جريبه د لغمان ولايت په عليشنګ ولسوالۍ، ۱۲ جريبه د فراه ولايت په بالابولوک ۹ جريبه د همدې ولايت په خاکسفېد ولسوالۍ، يو نيم جريب د دايکندي ولايت په کجران ولسوالۍ او نيم جريب د کوکنارو کښت په هرات ولايت کې اړول شوی دی.





