د کوټې ښار له بازارونو څخه د سرطان، پښتورګو، ډایلیسز، تلسیمیا او تبې په ګډون د ګڼو ناروغیو د اړتیا وړ درمل له بازارونو نه ورک شوي، ناروغان مجبور دي چې په ګران بیه درمل واخلي
باغي ټی وی رپورټ
د کوټې ښار له بازارونو څخه د سرطان، پښتورګو، ډایلیسز، تلسیمیا او تبې په ګډون د ګڼو ناروغیو د اړتیا وړ درمل له بازارونو نه ورک شوي، ناروغان مجبور دي چې په ګران بیه درمل واخلي.
د بازار د ذرائعو ترمخه د کوټې په ميډيکل سټورونو کښې د سرطان، مرۍ، د پښتورګو د ډايلاسز، تلاسيميا او تبې په شمول د ګڼو ناروغيو لپاره ضروري درمل نشته.
په سي ټي سکین کښې استعمال شوي انجکشن چې پخوا به په عام ميډيکل سټورونو کښې په 3 زره روپو خرڅ کيده اوس په بليک انجکشن په 7000 روپو خرڅيږي.
همدغه شان د عام تبې د علاج دپاره استعمالېدونکي پاناډول ګولۍ هم د کوئټې په طبي دوکانونو کښې په ډېر کم مقدار کښې موجود دي۔