د تشکیلاتو او معاشاتو کمیسیون غونډه کې د عامې روغتیا وزارت، درملو او زندانونو چارو سمون ادارې پر تشکیل بحث ترسره شوی.

0
134

د تشکیلاتو او معاشاتو کمیسیون غونډه کې د عامې روغتیا وزارت، درملو او زندانونو چارو سمون ادارې پر تشکیل بحث ترسره شوی.

28مارچ سه شنبه 2023

د ریاست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ نن د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمېسيون غونډه جوړه شوه.

 

په دې غونډه کې چې د معاشونو او تشکیلاتو د تنظیم کمېسیون پر غړو سربېره د عامې روغتیا وزارت، د درملو او غذا ملي ادارې او د زندانونو د تنظیم ادارې باصلاحیته استازو حضور درلود.

 

غونډه کې د ۱۴۰۲ کال د مالي پلان، بودجې او تشکیلاتو ترڅنګ د یادو ادارو د تېر کال کړنې او لاسته راوړنې وڅېړل شوې او په اړه یې هر اړخيز بحث وشو.

 

همداراز ټینګار وشو چې ادارې دې له تشکیلاتي پړسوب او وظیفوي تداخل ډډه وکړي او مسلکي برخو ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي.

اړوند موضوعات

د تشکیلاتو او معاشاتو د کمیسیون غونډه د اسلامي امارت د مشرتابه د استازي په حضور کې ترسره شوی.

 

‏د غونډې په پای کې د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمېسیون د دغو ادارو د ۱۴۰۲ کال د تشکیل، بودجې او مالي پلان په اړه لازم تصمیمونه ونیول.

Leave a reply