د تشکیلاتو او معاشاتو د کمیسیون غونډه د اسلامي امارت د مشرتابه د استازي په حضور کې ترسره شوی.

د تشکیلاتو او معاشاتو د کمیسیون غونډه د اسلامي امارت د مشرتابه د استازي په حضور کې ترسره شوی.
27 مارچ دوشنبه 2023
د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غونډه پرون د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اسلامي امارت د مشرتابه د لارښوونې پر اساس ترسره شوه.
دغه غونډه د پخوانيو غونډو په دوام (دريمه غونډه) د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غړو او د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه مقام دفتر استازي مولوي احمد جان بلال په حضور کې د اقتصاد وزارت سرپرست، د اقتصادي کمېسيون استازي، د دولتي ادارو لوړپوړي استازي او د صرافانو، زرګرانو او تېل پلورونکو اتحاديې استازي په ګډون ترسره شوه.
په غونډه کې د ټاکل شوې تخصصي کمېټې پر راپور؛ پر زرګرانو، صرافانو، پوهنتونونو او خصوصي ښوونځيو، ميوه پلورونکو، قالين پلورونکو او تېل پلورونکو (د تېلو ټانګونه)، جوازونو اخيستو پروسه کې د اسانتياوو رامنځته کولو په اړه هر اړخیز بحث ترسره او لازم تصامیم ونیول شول.
اړوند موضوعات
همدا راز د سوداګرو، صنعتکارانو او کسبګرو هڅونې او ورته د ځانګړې پاملرنې په اړه هر اړخيز بحث وشو او په پای کې د کمېسيون له لوري د يادو مواردو په اړه لازم تصميمونه ونيول شول.





