د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بامیانو له یو شمیر علماؤ، قومي مشرانو او ځوانانو سره لیدلي.

0
201

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بامیانو له یو شمیر علماؤ، قومي مشرانو او ځوانانو سره لیدلي.

28 مارچ سه شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال نن د بامیانو له شاوخوا دوه سوو مشرانو ، دیني علماوو او ځوانانو سره ولیدل.

 

په دې لیدنه کې ډاکټرجعفر مهدوي، شيخ وفايي او لطیف مدقق د نورو په استازولۍ خبرې وکړې او د بامیانو له ځايي ادارې یې خوښي وښوده چې له خلکو سره یې ښه چلن خپل کړی دی.

دوی دغه راز وویل، اسلامي نظام د ټولو افغانانو غوښتنه وه او خوښ دي چې ا.ا په افغانستان کې ټولو قومونو ته په یوه سترګه ګوري. یادو مشرانو له هغو کسانو او ډلو سره مخالفت څرګند کړ چې په افغانستان کې د جګړې شعارونه ورکوي او زیاته یې کړه، افغانانو له لسیزو وروسته د ارام ساه اخیستې ده.

 

د بامیانو یادو مشرانو دغه راز د بامیانو اړوند خپل وړاندیزونه او ستونزې هم شریکې کړې.
دوی، له اسلامي امارت څخه بشپړ ملاتړ اعلان او دا یې د افغانانو د خوښې نظام وباله.

 

همداراز يې غوښتنه وکړه چې د حکومت په جوړښتونو کې دې د بامیاني ځوانانو استخدام ته هم پاملرنه ډېره شي.

 

مولوي عبدالکبیر په خپلو خبرو کې وویل، اسلامي امارت د ټولو افغانانو په مبارزې او قربانۍ رامنځته شوی دی. هغه وویل، د اشغال په خلاف د افغانستان ټولو قومونو مبارزه کړې او دا مهال اسلامي امارت له هر ډول توپیر او تبعیض پرته د خپلو هېوادوالو په خدمت کې دی.

 

‏د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت همه شموله نظام او افغانستان د قومي تنوع هېنداره ده چې ټول هېوادوال پکې ځان ویني. نوموړي وویل، د اسلامي امارت په راتګ سره ملي یووالی تامین او هیچاته په افغانستان کې د قومي، سمتي او ژبنیو تعصباتو د راپارولو اجازه نشته.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د یو شمیر سوداګرو سره کتلي او د هغوی ستونزې یې اوریدلي.

 

د رياست الوزراء سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې، د بامیانو د اوسېدونکیو د ستونزو د حل او پر وړاندیزونو یې د هراړخیز غور ډاډ ورکړ.

Leave a reply