د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د یو شمیر سوداګرو سره کتلي او د هغوی ستونزې یې اوریدلي.

0
95

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د یو شمیر سوداګرو سره کتلي او د هغوی ستونزې یې اوریدلي.

27 مارچ دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال
مولوي عبدالکبیر نن د هېواد له یو شمېر ملي سوداګرو او پانګه والو سره وکتل.

 

خبرزیاتوي چې حاجي جلال او محمد نعیم ځاځي د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د امن فضا په رامنځته کېدو د خوښۍ ترڅنګ يې اسلامي امارت ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

دوی چمتووالی وښود، چې په هیواد کې د پانګونې له شته فرصتونو څخه په استفادې به نور سوداګر او پانګه وال هم وهڅوي. همداراز خپلې ستونزې يې هم شریکې کړې.

 

مولوي عبدالکبیر وویل، د افغانستان رغاونه او اقتصادي پیاوړتیا د افغانانو په یووالي او په کور دننه پانګونې پورې تړلې ده.

 

نوموړي زياته کړه، د خوښۍ خبره ده، چې موږ هره ورځ په افغانستان کې د اقتصادي فرصتونو غوړېدا په اړه مثبت خبرونه لرو.

اړوند موضوعات

سیاسي مرستیال افغان کرکټ لوبډلې ته د لوبې د کامیابۍ مبارکي ویلې او د دوی ترڅنګ د دریدو ژمنه یې کړی.

 

د رياست الوزرا سياسي مرستيال د خپلو خبرو پای کې دېته په اشارې چې ا.ا د سوداګرو او پانګه والو هر اړخيز ملا کوي ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزې به په اساسي ډول حل شي.

Leave a reply