سیاسي مرستیال افغان کرکټ لوبډلې ته د لوبې د کامیابۍ مبارکي ویلې او د دوی ترڅنګ د دریدو ژمنه یې کړی.

سیاسي مرستیال افغان کرکټ لوبډلې ته د لوبې د کامیابۍ مبارکي ویلې او د دوی ترڅنګ د دریدو ژمنه یې کړی.
27 مارچ دوشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر ارګ څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې د کرېکټ د بریا په پار د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د مبارکۍ پیغام خپور شوی.
نوموړي ویلي درنو هیوادوالو او د کرېکټ قدرمنو مینه والو د پاکستان په وړاندې د افغان لوبډلې پرلپسې او تاریخي بریا مو مبارک شه.
د افغانانو دې بریا وښوده چې دوی په کمو او د نړیوالو په پرتله په نشتو امکاناتو هم د پرمختګ وړتیا لري.
نوموړی زیاتوي چې د افغانستان اسلامي امارت له خپلو لوبغاړو سره ولاړ دی او ژمن دی چې د تېر په څېر به د دوی وړتیاوو لوړولو لپاره ټولې ممکنه هڅې کوي. موږ د کرکټ اتلانو د لا بریا هیلې لرو او په پوره اخلاص ورته دعاګاني کوو.
اړوند موضوعات
افغان لوبډلې له پاکستان نه په پرلپسې توګه د شل اوریزو دوهمه لوبه او سیریز وګټلو.
یاده دې وي چې د متحده عربي اماراتو په لوبغالو کې د افغانستان او پاکستان کرکټ لوبډلو تر مینځ د درې شل اوریزو لوبو سیالۍ روانې دي چې افغان لوبډلې لومړینو دواړو لوبو کې بریا خپله او سیریز یې په خپل نوم کړ.
حماد