د پنجاب او خېبرپښتونخوا د انتخاباتو د نیټې په اړه درخواست نن په سپریم کورټ کې د اورېدنې لپاره ټاکل شوی دی

باغي ټي وی رپورټ
د پنجاب او خېبرپښتونخوا د انتخاباتو د نیټې په اړه درخواست نن په سپریم کورټ کې د اورېدنې لپاره ټاکل شوی دی.
سپريم کورټ د پاکستان تحريک انصاف د درخواست اوريدنه د ماسپښين دوه بجې کړې ده۔
د چيف جسټس آف پاکستان په مشرۍ کښې پينځه کسيزه لويه بنچ به د درخواست اوريدنه کوي، په بنچ کښې جسټس اعجازالحسن، جسټس منيب اختر، جسټس امين الدين او جسټس جمال خان مندوخېل شامل دي۔
ياده دې وي چې دوه ورځې وړاندې پاکستان تحريک انصاف په سپريم کورټ کې د پنجاب او خېبرپښتونخوا صوبو د انتخاباتو نېټه وړاندې کولو په اړه د الېکشن کمېشن د پرېکړې پرضد درخواست جمع کړی و.
څو ورځې وړاندې الېکشن کمېشن په پنجاب کې د اپرېل په ۳۰ نېټه ټاکل شوې ټاکنې وځنډولې او د اکتوبر پر اتمه نېټه يې ټاکلې وه، په داسې حال کې چې د خېبر پښتونخوا ګورنر غلام علي هم اليکشن کمېشن ته خط ليکلی و او د اکتوبر په مياشت کې يې د صوبايي اسمبلۍ د انتخاباتو د ترسره کولو وړانديز کړی و. ۸.




