افغان لوبډلې له پاکستان نه په پرلپسې توګه د شل اوریزو دوهمه لوبه او سیریز وګټلو.

0
150

افغان لوبډلې له پاکستان نه په پرلپسې توګه د شل اوریزو دوهمه لوبه او سیریز وګټلو.

27 مارچ دوشنبه 2023

 

افغانستان په دوهمه شل اوریزه لوبه کې هم پاکستان ته ماتې ورکړه او په لومړي ځل یې د دریو سیالیو لوبلړۍ ترې وګټله.

 

د نننۍ لوبې لوبې پچه پاکستان وګټله او لومړۍ توپوهنه یې وکړه؛ خو په اول اور کې یې دوه لوبغاړي وسوځېدل. وروسته د طیب طاهر، عماد وسیم او شاداب خان ترمنځ دوه ښې ملګرتیاوې وشوې، چې هدف یې را ښه کړ.

 

پاکستان په ټولو ۲۰ اورونو کې د ۶ ویکټو په زیان ۱۳۰ منډې وکړې. عماد وسیم ۶۴ او شاداب خان ۳۲ زیاتې منډې وکړې.

 

په افغان لوبغاړو فضل حق فاروقي ۲ ویکټې واخیستې. له هغه پرته نوین الحق، راشد خان او کریم جنت ۱، ۱ ویکټه واخیسته.

 

د هدف په ځواب کې افغان لوبډلې ښه پيل وکړ، خو په وروستیو اورونو کې لوبه سخته شوه، تر دې چې وروستیو ۳ اورونو کې ۳۰ منډې پاتې شوې؛ مګر په نولسم اور کې له نسیم خان نه د ۱۷ منډو اخیستلو سره لوبه بېرته د افغان لوبډلې په لاس کې شوه؛ تر دې چې لوبه یې د ۲۰م اور په ۵م بال د ۳ لوبغاړو په زیان سره وګټله.

 

د افغان لوبډلې لپاره ګربز ۴۴ او ابراهیم ۳۸ زیاتې منډې وکړې. د پاکستان له لوري زمان خان او احسان الله یوه، یوه ویکټه واخیسته. د لوبې غوره لوبغاړی فضل الحق فاروقي و.

اړوند موضوعات

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۵۸ منډو ماتې ورکړه.

 

د یادونې وړ ده چې یاد سیریز وروستۍ لوبه به نن ورځ یاد لوبغالي کې د افغانستان پر وخت ماښام ۷ نیمې بجې ترسره شي.

Leave a reply