د لاهور د ترهگرۍ ضد محکمې د عمران خان فوکل پرسن حسن نیازي کراچۍ ته د تلو اجازه ورکړې ده

باغی ټی وی رپورټ
د لاهور د ترهگرۍ ضد محکمې د عمران خان فوکل پرسن حسن نیازي کراچۍ ته د تلو اجازه ورکړې ده.
پوليسو حسن نيازي د لاهور د ترهگرۍ ضد عدالت کې وړاندې کړو چرته چې په کراچۍ کې د درج شوي مقدمې په لړ کې عدالت ته د حاضرېدو لپاره د ټرانزټ ريمانډ غوښتنه شوې وه.
عدالت حسن نيازي د دوه ورځو په ريمانډ کښې کراچۍ ته راوستو.
د حسن نيازي په ضد د کراچۍ جمشيد کوارټر پوليس سټيشن کښې مقدمه درج کړې شوې ده چې پکښې د هغه خلاف د اشتعال انگیز تقريرونو مقدمې شاملې دي۔
سرچينې وايي د کراچۍ پوليس ښايي نن د حسن نيازي د نيولو لپاره پنجاب ته ولاړ شي.






