په سعودي عربستان کې د افغان حاجیانو د لا ښه خدمت په موخه دسکن هيئت کاري ناسته ترسره شوه.
په سعودي عربستان کې د افغان حاجیانو د لا ښه خدمت په موخه دسکن هيئت کاري ناسته ترسره شوه.
26 مارچ یکشنبه 2023
تیره ورځ په سعودي عربستان کې د افغان حاجیانو د لا ښه خدمت په موخه په مکه مکرمه کې له کابل څخه تللي هيئت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مالي او اداري عمومي رئیس مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ د غړو ترمنځ لومړنۍ کاري ناسته ترسره شوه.
د افغان حاجيانو لپاره د روان ١٤٤٤ه ق کال کې د سکن (هستوګنځي)، تغذيې او ترانسپورټ قراردادونو د ترسره کولو په موخه له مرکز څخه د اړوندو ادارو ګډ لېږل شوي پلاوي لومړنۍ کاري ناسته په مکه مکرمه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اړوند د بعثې په دفتر کې د هیئت د ټولو غړو په ګډون ترسره شوه.
اداري رئیس وویل چې زموږ مسؤلیت او دنده حاجيانو لپاره د عمارو برابرول، د تغذيې قرارداد دی، چې باید په مناسب قیمت او ښه کیفیت درې وخته خواړه ورته چمتو شي.
اړوند موضوعات
د حج او عمرې کمیټې غونډه ترسره او د حاجیانو د لیږد او اسانتیاوو په اړه هر اړخیز بحث ترسره شوی.
نوموړي وویل همدا راز دنده مو د افغان حاجيانو لپاره د ترانسپورټ قرارداد دی، چې په سعودي عربستان کې د هغوی د انتقالاتو لپاره لوړ ماډل او په ورځنیو اسانتياوو سمبال موټرونه قرارداد شي.