د اسلامي امارت د سیاسي کمیسیون له لورې د جهادي ارزښتونو د ساتلو طرز العمل تایید شو.

0
347

د اسلامي امارت د سیاسي کمیسیون له لورې د جهادي ارزښتونو د ساتلو طرز العمل تایید شو.

25 مارچ شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان دولت د سیاسي کمېسیون غونډه نن ورځ د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې جوړه شوه.

خبرپاڼه زیاتوي د غونډې په آجندا کې د شاملو نورو موضوعاتو تر څنګ د جهادي ارزښتونو د ساتنې پر طرزالعمل هم بحث وشو.

اړوند موضوعات

د اسلامي امارت کابینې پریکړه کړې چې د جهادي ارزښتونو د ساتنې لپاره برابره شوې کړنلاره وڅېړل شي.

 

په‌ پای کې د جهادي ارزښتونو دا طرزالعمل له تدقیق، څېړنې او مطالعې وروسته د یاد کمېسیون لخوا تاييد او منظور شو.

 

 

یاده دې وي چې موده وړاندې د اسلامي امارت د کابینې د پریکړې له مخې اطلاعاتو او کلتور وزارت ته دنده سپارل شوې وه چې د جهادي ارزښتونو د ساتنې لپاره کړنلاره او طرزالعمل جوړ او کابینې ته وړاندې کړي.

Leave a reply