د اسلامي امارت کابینې پریکړه کړې چې د جهادي ارزښتونو د ساتنې لپاره برابره شوې کړنلاره وڅېړل شي.

د اسلامي امارت کابینې پریکړه کړې چې د جهادي ارزښتونو د ساتنې لپاره برابره شوې کړنلاره وڅېړل شي.
26 اکتوبر 2022
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې ۱۲مه غونډه کې پرېکړه شوې چې د جهادي ارزښتونو د ساتنې لپاره برابره شوې کړنلاره وڅېړل شي.
په دغه غونډ کې، چې وړمه ورځ د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ جوړه شوې وه، پرېکړه شوې، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د جهادي ارزښتونو د ساتنې لپاره برابره شوې کړنلار د لا ښه والي په موخه باید د اړوندو او فني اشخاصو په ملتیا وڅېړل شي او د پریکړې په موخه کابینې ته وړاندې کړل شي.
په غونډه کې د چارو ادارې لوی ریاست ته دنده سپارل شوې، چې د ماليې وزارت په ملتيا له هغو امارتي ارګانونو سره چې د دوهمې ربعې په غير مالياتي عوایدو کې کسر لري، د ټاکل شويو موخو او د ترلاسه شويو عوایدو ترمنځ د نسبت د ارزونې په موخه غونډې ترسره او بشپړ راپور دې د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.
اړوند موضوعات
د کابینې غونډه؛ د بخش آباد او کمال خان بند د پاتې کارونو پر بشپړېدو ټینګار شوی دی
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت د کابینې په ۱۲مه ناسته کې اقتصادي کمېسیون ته د تخار ولایت په چاه آب ولسوالۍ کې د سمتي سیمې د سرو زرو کان د کیندنې د څرنګوالي په اړه د څېړنې دنده سپارل شوې، چې پایله يې باید د کابینې په ناسته کې شریکه کړل شي.






