د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره اونۍ کې څه باندې څه باندې ۱۲۳ زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.

0
88

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره اونۍ کې څه باندې څه باندې ۱۲۳ زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.

25 مارچ شنبه 2023

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې چارواکي وایي چې تېره اونۍ کې د حیرتان، آقینې او تور غونډۍ د اوسپنې پټلیو له لارې ۱۲۳۶۷۲ مټریک ټنه صادرات او واردات ترسره شوي دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې پخپله یوه تازه خبرپاڼه کې خبر ورکړی، چې دې ادارې تیره یوه اونۍ کې (د کب ۲۶څخه د وري تر ۳مې) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۱۲۳۶۷۲ ) میټریک ټنه انتقالات کړي.

 

په دغه انتقالاتو کې ټولټال ۱۱۴۶۳۶ میټریک ټنه پکې واردات دي چې د اقیني بندر له لارې ۸۸۱۱ ټنه د حیرتان بندر له لارې ۸۶۴۶۵ ټنه او تورغونډۍ بند له لارې ۲۸۳۹۶ ټنه راغلي.

اړوند موضوعات

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره اونۍ څه باندې 139 زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.

 

همدا راز په دغه انتقالاتو کې تیره اونۍ ۹۲۳۶ ټنه صادرات هم ترسره شوي، چې زیاته برخه یې وچه میوه ده.

Leave a reply