عامې روغتیا وزارت د کابل وزیر اکبرخان روغتون کې مختلفې څانګې افتتاح او ګټې اخستنې ته سپارلي.

عامې روغتیا وزارت د کابل وزیر اکبرخان روغتون کې مختلفې څانګې افتتاح او ګټې اخستنې ته سپارلي.
24 مارچ جمعه 2023
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت له لورې د کابل وزیر محمد اکبرخان روغتون کې د ۴۰ مېلیونه افغانیو په لګښت مختلفې څانګې افتتاح او ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، مولوي محمد اسحق صاحبزاده او د روغتیايي عرضه خدماتو معین، مولوي حبیب الله اخندزاده د یوې غونډې په ترڅ کې د وزیر محمد اکبرخان روغتون رادیوفلوروسکوپي، کلچر، ریکوري او سټندرد عملیات خونې، نرس استېشن، ښځینه ارتوپیدي کلینیک، سپتیک څاه ګانې، امنیتي کمرې، پلې لارې، مسجد او د لېفټ سیستم افتتاح او ګټې اخستنې ته وسپاره.
د عامې روغتیا وزارت معینانو، د روغتیايي کارکوونکو نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وستایلې او د وزیر محمداکبر خان روغتون د یاد شوو برخو پرانیستل او بیا ترمیم یې د روغتیايي عرضه خدماتو او د ناروغانو روغتیايي ستونزو د حل په برخه کې یو اغېزمن ګام وګاڼه.
همدارنګه د عامې روغتیا وزارت معینانو، ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت په هڅه کې ده؛ څو په هېواد کې د غوره او لا ډېرو روغتیايي خدماتو زمینه هېودوالو ته برابره کړي او په دې برخه کې هڅې روانې دي.
اړوند موضوعات
د یادونې وړ ده چې ددې روغتون د یادو شویو څانګو د جوړولو، بیاځلې ترمیم او تجهیز لګښت د افغانستان اسلامي امارت له داخلي بودیجې او همکارو موسسو له لورې ترسره شوي دي.





