عامې روغتیا وزارت وزیر محمد اکبرخان روغتون کې په نړیوال سټنډرد عملیات خونې او ودانۍ جوړیدو ډبره کیښوده.
عامې روغتیا وزارت وزیر محمد اکبرخان روغتون کې په نړیوال سټنډرد عملیات خونې او ودانۍ جوړیدو ډبره کیښوده.
22 مارچ چهارشنبه 2023
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت له لورې د وزیر محمد اکبر خان ملي او تخصصي روغتون کې د ۴۰ ميلونه افغانيو په ارزښت په نړیوال سټندرد د یوې عملیات خونې او ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، مولوي محمد اسحق صاحبزاده او د روغتیايي عرضه خدماتو معین، مولوي حبیب الله اخندزاده له لوري د وزیر محمداکبرخان روغتون په انګړ کې د یوې عملیات خونې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین په هېواد کې د داسې مرکزونو جوړول یوه مهمه اړتیا وبلله او په هېواد دننه د ناروغانو د درملنې په برخه کې یې د داسې مرکزونو شتون خورا مهم وګاڼه.
همداراز د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي عرضه خدماتو معین د روغتیايي کارکوونکو د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو قدردانی وکړ او زیاته یې کړه چې د داسې مرکزونو جوړول په کور دننه د ناروغانو د درملنې لپاره زمینه برابروي او د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته د ورتګ لپاره نه مجبورېږي.
اړوند موضوعات
عامې روغتیا وزارت زابل ولایتي روغتون کې د پښتورګو د درملنې یو مجهز مرکز پرانیستلی دی.
ټاکل شوې چې دغه ودانۍ د ۴۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت سره په څلورو پوړونو کې په نړیوال ستندرد برابره جوړه شي چې مجهزه عملیات خونه، کنفرانس هال، ریکوري خونې او نورې مختلفې برخې به ولري او ټول لګښت به یې د افغانستان اسلامي امارت له داخلي بودیجې څخه ورکړل شي.