عامې روغتیا وزارت زابل ولایتي روغتون کې د پښتورګو د درملنې یو مجهز مرکز پرانیستلی دی.

عامې روغتیا وزارت زابل ولایتي روغتون کې د پښتورګو د درملنې یو مجهز مرکز پرانیستلی دی.
20 فبروري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د زابل ولایتي روغتون کې د ۴ میلیونو افغانیو په لګښت د پښتورګو د درملنې مرکز (هیموډیالیز) څانګه پرانیستل شوه.
په دغه مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحب زاده ژمنه وکړه، چې د زابل روغتیا برخې ته به خپله پاملرنه زیاتوي.
نوموړي وویل، چې اوسمهال د زابل روغتیایي خدمتونه د ښه والي خواته روان دي.
په همدې حال کې د زابل د عامې روغتیا ریاست سرپرست رييس ډاکټر میرویس افغان د عامې روغتیا وزارت څخه مننه وکړه، چې د پښتورګو درملنې مجهز مرکز یې پرانیسته.
ورته مهال د زابل والي قدرت الله ابوحمزه د خپل خبرو په لړکې لومړۍ د عامې روغتیا وزارت څخه د دې مرکز د پرانیستې له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې زابل یو وروسته پاتې ولایت دی او اړینه ده چې د روغتیا په ټولو برخو کې یې پاملرنه وشي.
اړوند موضوعات
عامې روغتیا وزارت: د پنجشیر ولایت د ۱۰۰ بستریز روغتون پاتې ساختماني چارې به زر پیل شي.
د یادونې وړ ده، چې په دغه مرکز کې به هغه ناروغانو سره چې پښتورګو يې کار پريښی وي او ياهم ستونزه ولري درملنه یې کېږي.






