عامې روغتیا وزارت: د پنجشیر ولایت د ۱۰۰ بستریز روغتون پاتې ساختماني چارې به زر پیل شي.

0
120

عامې روغتیا وزارت: د پنجشیر ولایت د ۱۰۰ بستریز روغتون پاتې ساختماني چارې به زر پیل شي.

22 جنوري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین مولوي محمد اسحق صاحبزاده د پنجشیر ولایت روغتیايي خدماتو څخه د نظارت د ترسره کولو پر وخت د دغه ولایت د ۱۰۰ بستریز روغتون د پاتو چارو د ژر پیل کیدو خبر ورکړی.

 

 

نوموړي د دې سفر په ترڅ کې د یاد ولایت په روغتونونو کې د روغتیايي خدماتو څرنګوالي څخه نظارت ترسره کړ او د دې ولایت اوسېدونکو ته یې د روغتیايي خدماتو د ښه والي په برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

همدا راز نوموړي د پنجشیر ولایت د کوېډ ۱۹ او د رخه ولسوالۍ ۴۰ بستریز روغتون څخه لیدنه ترسره کړه او د یادو روغتونونو روغتیايي کارکوونکو ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل او دوی یې د ولس لا خدمت ته وهڅول.

اړوند موضوعات

عامې روغتیا وزارت وایي هرات حوزوي روغتون کې د پولي کلینیک مرکز پرانیستل شو.

 

همدارنګه ښاغلي معین ددې ولایت له ۱۰۰ بستریز روغتون څخه چې ساختماني چارې يې ځنډيدلې وې لیدنه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې په نژدې راتلونکي کې به د دې روغتون ساختماني چاري پیل شي.

حماد

Leave a reply