عامې روغتیا وزارت وایي هرات حوزوي روغتون کې د پولي کلینیک مرکز پرانیستل شو.

0
209

عامې روغتیا وزارت وایي هرات حوزوي روغتون کې د پولي کلینیک مرکز پرانیستل شو.

20 جنوري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې خبر ورکړی چې د یاد وزارت اړوند د هرات د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې د پولي کلینیک مرکز پرانیستل شو.

 

خبر زیاتوي چې د هرات د حوزوي روغتون سرطبيب محمد عارف جلالي وویل، چې د دغه کلينيک په پرانيستلو سره به د ناروغانو ډېرې ستونزې هوارې شي.

 

جلالي زیاتوي، د دغه کلينيک ترڅنګ د ټولو ناروغانو لپاره مجهز درملتون هم جوړ شوی دی.

اړوند موضوعات

عامې روغتیا وزارت: ترکیې د معتادینو زر بستریز روغتون سره د روغتیايي کېټونو او جامو مرسته کړی.

 

د یادونې وړ ده، چې دغه ودانۍ مخکې د کرونا ناروغانو د درملنې لپاره کارول کېده مګر له دې وروسته به د عمومي داخلې، عمومي جراحۍ، ارتوپیدي، رواني روغتیا، انتاني ناروغیو او د غاښونو په برخه کې ترې ګټه اخیستل کېږي.

Leave a reply