د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ له مرستیال سره د یوناما په ماموریت خبرې کړي.

0
203

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ له مرستیال سره د یوناما په ماموریت خبرې کړي.

 

24 مارچ جمعه 2023

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تیر ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ له مرستیال ښاغلي مارکوز پوتزل سره وکتل.

 

په دې کتنه کې ښاغلي پوتزل په افغانستان کې د تېرې شپې زلزلې یادونه وکړه او هیله یې وښوده، چې افغانانو ته پکې تلفات نه وي اوښتي.

 

‏نوموړي وویل، تېره اونۍ په افغانستان کې د یوناما ماموریت یو کال وغځول شو او غواړي چې په افغانستان کې د افغانانو د خدمت لپاره یو کال نور هم فعالیت وکړي.

هغه، له اسلامي امارت مننه وکړه، چې د ملګرو ملتونو د امنیت په برخه کې يې کوټلي ګامونه اخیستي دي.

 

‏ښاغلي پوتزل د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت له پيغام مننه وکړه.
د یوناما سیاسي مرستیال دغه راز له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی د راستنولو کمېسیون د هڅو ستاینه وکړه چې سلګونه شخصیتونه یې هېواد ته راستانه کړي او د دې کمېسیون د چارو د دوام هیله یې وکړه.

 

مولوي عبدالکبیر، د ملګرو ملتونو په ګډون له ټولو مرستندویه ادارو مننه وکړه، چې له اړمنو افغانانو سره بشري مرستې کوي او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت د ټولو مرستندویه ادارو د امنیت او په راڼه ډول د بشري مرستو د ویشلو ډاډ ورکوي.

 

‏نوموړي، د ملګرو ملتونو د هغه وړاندیز مننه او ستاینه وکړه، چې نړیوالو ته یې په افغانستان کې د خپلو سفارتونو د پرانیستلو وړاندیز کړی. د ریاست الوزراء سیاسيي مرستیال وویل، اسلامي امارت د نجونو د زدکړو مخالف نه دی.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي: اسلامي امارت د افغان لوبغاړو ملاتړ ته دوام ورکوي.

 

 

مولوي عبدالکبیر دغه راز وویل، چې اسلامي امارت د ملګرو ملتونو په شمول له ټولو نړیوالو هېوادونو او سازمانو سره ښې او فعالې اړیکي غواړي، د دې ترڅنګ هیله لري چې نړیوال دولتونه د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې ګام واخلي.

Leave a reply