د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي: اسلامي امارت د افغان لوبغاړو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي: اسلامي امارت د افغان لوبغاړو ملاتړ ته دوام ورکوي.
23 مارچ پنشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان د المپیک کمېټې رئیس نظر محمد مطمئن سره وکتل.
په دې ناسته کې، مطمئین د المپیک نړیوالې کمېټې سره د افغانستان اړیکي ښې وبللې وې ویل، افغان لوبغاړو په مختلفو سیالیو کې له ځانه ښه وړتیا ښودلې ده.
همداراز نوموړي د المپیکي سیالیو، په دې برخه کې شته ستونزو او راتلونکو پلانونو په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د المپیک کمېټې مشر او ټولو افغان لوبغاړو څخه مننه وکړه، چې پر نړیوال دريځ د افغانستان نوم ځلوي او ویاړونه ترلاسه کوي، هغه زياته کړه، ورزش د افغانانو د خوښۍ او یووالي غوره وسیله ده.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د تیرې ادارې له یو شمیر پوځي جنرالانو او مسؤلینو سره لیدلي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د خپلو خبرو پای کې وویل، اسلامي امارت د المپیک کمېټې په ګډون د ټولو ورزشي ادارو او افغان لوبغاړو بشپړ ملاتړ کوي او د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې به د هغوی ستونزو ته رسيدګي وکړي.