د افغاني سرې میاشتې له لورې آلمان ته ۵۰ ناروغ لیږل شوي ماشومان د تداوۍ وروسته هیواد ته ستانه شول.

د افغاني سرې میاشتې له لورې آلمان ته ۵۰ ناروغ لیږل شوي ماشومان د تداوۍ وروسته هیواد ته ستانه شول.
24مارچ جمعه 2023
د افغاني سرې میاشتې له لوري آلمان ته له لېږل شویو ناروغو ماشومانو ۵۰ تنه بېرته کابل ته راستانه شول. یاد ماشومان یا په اور سخت سوځیدلي وو او یا یې د هډوکو د مکروب ناروغي درلوده، چې تېر یو کال کې آلمان ته لېږل شوي وو.
یاد ماشومان خپلو کورنیو د بېرته سپارلو په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص ماشومانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دوی کورنیو ته د ماشومانو د روغتیا او بېرته راستنیدو مبارکي وویله.
همدا رار نوموړي د “د سولې کلي” په نوم د آلمان له خیریه بنسټ یې مننه وکړه، چې له ۱۳۶۸ل کال څخه راپدېخوا له افغاني سرې میاشتې سره په ګډه د دغو ماشومانو د درملنې د بهیر په پر مخ وړلو سربېره په ځینو نورو بشري برخو کې هم افغاني سرې میاشتې ته لاس ورکوي”.
اړوند موضوعات
سرې میاشتې راپور ورکړی چې د درملنې لپاره آلمان هېواد ته ۲۷ افغان ماشومان لېږدوي
نوموړي وویل “د بېرته راستنو شویو ماشومانو روغتیایي مراقبت افغاني سره میاشت کوي او دوی ته د اړتیا وړ درمل وخت پر وخت رسوي، خو له کورنیو مو هم غوښتنه ده چې د دوی مراقبت ته جدي پاملرنه وکړي او د دوی د فزیکي مراقبت ترڅنګ د دوی اخلاقي مراقبت ته لازمه پاملرنه وکړي؛ ترڅو د همدې ماشومانو پر بنسټ سالمه ټولنه ولرو”.





