سرې میاشتې راپور ورکړی چې د درملنې لپاره آلمان هېواد ته ۲۷ افغان ماشومان لېږدوي
سرې میاشتې راپور ورکړی چې د درملنې لپاره آلمان هېواد ته ۲۷ افغان ماشومان لېږدوي
سرچینه وایي چې دغه کسان به تر درملنې وروسته بېرته هېواد ته راوستل کېږي. همدا راز په دې محفل کې د سرې میاشتې ادارې ویلي چې تازه اته کسه ماشومان تر درملنې وروسته بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
(2021 / 11 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ګڼ افغان ماشومان د درملنې لپاره المان ته واستول شول. د افغانستان د سرې میاشتې ادارې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغه بنسټ شاوخوا ۲۷ ماشومان چې شدیده سوځېدنه لري او همدا راز د هډوکو داسې ستونزې لري چې دلته یې درملنه ناشونې ده المان ته استوي.
سرچینه وایي چې دغه کسان به تر درملنې وروسته بېرته هېواد ته راوستل کېږي. همدا راز په دې محفل کې د سرې میاشتې ادارې ویلي چې تازه اته کسه ماشومان تر درملنې وروسته بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د افغانستان سره میاشت له کلونو راهیسې هغه ماشومان المان ته د درملنې لپاره استوي چې دلته یې درملنه ناشونې او یا ستونزمنه ده.