د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر د م،م د کډوالۍ لۀ عمومي رئیس سره کتلي دي 

0
201

د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر د م،م د کډوالۍ لۀ عمومي رئیس سره کتلي دي 

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې ویتورینو ویلي چې د ژمې له رارسېدو سره د دوی لومړیتوب بېوزلو ته سرپناه، البسه او نور اړین توکي رسول دي او ژمنه یې کړې ده چې دوی به په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

 

(2021 / 11 / 4  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو له عمومي رییس انتونیو ویتورینو او ورسره مل پلاوي سره کتلي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې ویتورینو ویلي چې د ژمې له رارسېدو سره د دوی لومړیتوب بېوزلو ته سرپناه، البسه او نور اړین توکي رسول دي او ژمنه یې کړې ده چې دوی به په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

اړوند موضوعات:

امیر خان متقي: داعش ډله ځواکمنه نده؛ د دوی پۀ ګټه تبلیغات دوی ځواکمن ښيي

په همدې حال کې متقي د ملګرو ملتونو له مرستو څخه د مننې تر څنګ ټینګار کړی دی چې حقیقي اړمن خلک مشخص او له غیر مستحقو نه جلا شي او د افغانستان کنګل شوې شتمني بېرته ازاده شي څو مستحقینو ته لاسرسی وشي او اقتصادي ستونزې په اساسي توګه حل شي.

Leave a reply