کورنیو چارو وزارت ویلي چې د خبریالان  پروړاندې تاوتریخوالی د زغم وړ ندی

0
161

کورنیو چارو وزارت ویلي چې د خبریالان  پروړاندې تاوتریخوالی د زغم وړ ندی

د یاد وزارت ویاند قاري سعید خوستي ویلي چې دغه وزارت دوه ورځې وړاندې د رسنیو له مسوولینو سره د خبریالانو د اندېښنو د حل په موخه غونډه کړې او نن یې په همدې موخه د وزارت د اړونده برخو چارواکو ته لازمې سپارښتنې کړې دي.

 

(2021 / 11 / 4  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

کورنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت اړوند هغه منسوبین چې خبریالانو سره ناوړه چلند کوي نیول کېږي او د قانون منګولو ته سپارل کېږي.

د یاد وزارت ویاند قاري سعید خوستي ویلي چې دغه وزارت دوه ورځې وړاندې د رسنیو له مسوولینو سره د خبریالانو د اندېښنو د حل په موخه غونډه کړې او نن یې په همدې موخه د وزارت د اړونده برخو چارواکو ته لازمې سپارښتنې کړې دي.

خوستي ویلي چې کورنیو چار وزارت ټولو اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې ده چې له خبریالانو سره صمیمانه چلند وکړي او هغوی چې د خبریالانو پر وړاندې ناوړه چلند کوي ویې نیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

هغه زیاته کړې چې دغه راز پاسپورت ریاست ته هم لارښوونه شوې ده چې د ګڼې ګوڼې او نورو ستونزو له منځه وړلو برخه کې اړین اقدامات وکړي څو خلک وکولی شي په اسانۍ پاسپورټونه تر لاسه کړي.

Leave a reply