امریکا کې پۀ ډزو درې کسه وژل شوي دي

امریکا کې پۀ ډزو درې کسه وژل شوي دي
راپور کې راغلي چې ممکن دا پېښه د کورنیو ستونزو له امله رامنځته شوې وي. امریکایي پولیسو ویلي چې یو کس په له ګڼې ګوڼه ډکه سیمه کې د یوې ښځې د نښه کولو په موخه ډزې کړې دي چې په نتیجه کې یې یاده مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.
(2021 / 11 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا په ختیځ کې تېره ورځ ناوخته په یو وسله وال برید کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
روسیه الیوم راپور ورکړی دی چې دا پېښه د ښار په له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه کې رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې درې ښځې وژل شوې دي او دوې نورې په ټپي حالت کې روغتون ته لېږدول شوې دي.
اړوند موضوعات:
امریکا کې د داعش احتمالي برید؛ پولیسو ته د آماده ګۍ امر ورکړل شوی دی
راپور کې راغلي چې ممکن دا پېښه د کورنیو ستونزو له امله رامنځته شوې وي. امریکایي پولیسو ویلي چې یو کس په له ګڼې ګوڼه ډکه سیمه کې د یوې ښځې د نښه کولو په موخه ډزې کړې دي چې په نتیجه کې یې یاده مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.
پولیسو ویلي چې بریدګر یې نیولی دی او اوسمهال تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دی.






