کنړ کې  د لرګیو قاچاق وړونکي نیول شوي دي 

0
80

کنړ کې  د لرګیو قاچاق وړونکي نیول شوي دي 

کونړ کې له ډېرې مودې راهیسي پاکستان ته د چارتراشو قاچاق روان دی خو څه موده وړاندې د افغانستان ا.ا پاکستان ته د دغو قیمني لرګیو پر لېږد او قاچاق بندیز ولګاوه او خبرداری یې ورکړ چې که چېرته څوک ونیول شي نو جدي قانوني چلند به ورسره وشي.

(2021 / 11 / 4  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په کونړ ولایت کې هغه کسان نیول شوي دي چې غوښتل یې پاکستان ته د دغه ولایت قیمتي لرګي (چارتراش) قاچاق کړي.

د کونړ والي محمد قاسم خالد وایي، د چارتراش قاچاقبرانو پر وړاندې یې مبارزه جدي ده او په دغه برخه کې هیڅ مراعت نه کوي.

هغه وویل، نږدې څو ورځو کې د ا.ا ځواکونو له لوري د قاچاقو او د قاچاقبرانو سره د همکارۍ په تور پنځه تنه نیول شوي دي.

اړوند موضوعات: 

کنړ کې د ځنګلونو په وهلو او لرګیو په قاچاق بندیز ولګېدۀ

هغه ویلي چې نیول شوي کسان یې خپل زندان ته لېږدولي دي او ټینګار کوي چې قانوني چلند به ورسره وشي.

Leave a reply