د وزیراعلی په مشرۍ کښ مهمه غونډه

0
136

باغی ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا حکومت د صوبې اولنۍ د خوراک تحفظ پاليسۍ او منصوبې منظوري ورکړې ده.دا فيصله د خېبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان په مشرۍ کښې د صوبايي کابينې په غونډه کښې وشوه چې پکښې د بیله بیلو ادارو او دفترونو اهلکارو او مرستیالانو ګډون وکړو.

په غونډه کښې اوویل شو چې د فوډ سکيورټي پاليسۍ وړومبۍ پروژه ده چې په لسو کالو کښې په دې عمل کول یقینې کړې شي او دې ې منصوبې بشپړولو لپاره 236 اربه روپۍ مختص كړې شوي دي كومه به چې په كال كښې د اربونو روپو ګټه وشي او به صوبه کښې به روزګار موقعې هم پیدا شي.
په غونډه كښې د بلدياتي انتخاباتو په ترسره كولو تفصيلي خبرې وشوې او وې وئيل چې په دې لړ كښې به د پېښور هائي كورټ فيصلې عملي كولې شي۔ عدليه او اليکشن کميشن صوبائي حکومت ته د احترام وړ دي او حکومت د بلدياتي انتخاباتو ترسره کولو لپاره پوره تياري لري

کابينې د سترې محکمې د حکم په رڼا کې د خيبر پښتونخوا ايجوکيشن فاونډيشن د 519 ملازمينو د دايمي تقرر او د دغو ملازمينو د لوړو زده کړو له رياست سره د ضم کولو منظوري هم ورکړه
کابینې د کورونا ایمرجنسي په نظر کې نیولو سره د ایپیډیمیک کنټرول او ایمرجنسي قانون 2020 لاندې د زده کونکو لپاره د فیس رعایت هم منظور کړو. په غونډه کښې دا فیصله او منظور هم ورکړې شوه چې هغه تعلیمي ادارې چې هره میاشت د 6,000 روپو څخه زیات فیس اخلي، دوی به په فیسونو کې 20٪ تخفیف ورکړي او هغه ادارې چې له 6000 څخه کم میاشتني فیس اخلي 10٪ رعایت به ورکړي چې عام اولس ته اسانیتاوي په لاس راشي.
د کابینې په دې غونډه کښې د ضم شوي ضلعو کې د ترهګرۍ ضد څانګې او ادارې لپاره د يو شمېر پوسټونو منظوري هم ورکړه.

Leave a reply