د ضم قبایلي سیمو د ستونزو هوارولو،محرومیو ختمولو په اړه مهمه غونډه

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان په پایه تخت اسلام آباد کښې د قبائيلي ضلعو د محروميو او ستونزو د حل لپاره د پارليماني کميټۍ لخوا جوړه شوې مشورتي غونډه کښې د قبائلي صحافيانو او ځوانانو نمائندګانو په شمول د مختلفو سياسي پارټیو مشرانو، غړو او ځوانانو ګډون اوکړو۔
په دې پارليماني کميټۍ کښې د مذهبي چارو وفاقي وزير علامه محمد نور الحق قادري، د وزيراعظم عمران خان خاص مرستيال ارباب شهزاد خان، ايم اين اے مفتي عبدالشکور بيټني، مولانا جمال الدين، ګل داد باجوړ، ګل ظفر باجوړ، ايم اين اے خالد حسېن مګسي او سېنېټر ايوب آفريدي شامل دي.
په دې مهمه غونډه کښې د انضمام نه وروسته مشکلاتو پشمول د زمکو شخړو، اين ايف سي ايوارډ کښې دري فيصده برخه، د کال 110 اربه روپۍ، د ويجاړ شووو تعليمي ادارو بیا رغونه، د زمکو لانجې، د صحت مرکزونه بیا رغونه، د تباه شوي انفراسټرکچزر بحالي ، د قبائلي رواياتو بحالولو په شمول مختلف تجويزونه وړاندې کړل شول.
په غونډه کښې د انضمام وروسته په قومي اسمبلۍ او سېنېټ کې د څوکیو بحالول، ځوانانو ته شل زره نوکري ورکول او قبایلي سیمو کښې د پنځو کلونو لپاره ټیکس معاف کولو په شمول بیلا بیلې مشورې او غوښتنې وړاندې کړې شوې او د غونډې ګډون کوونکو په دې خوښي څرګنده کړه.






