د پاکستان حج او مذهبي امورو د چارواکو پلاوې سعودې عرب ته رسیدلې دې

باغی ټي وي رپورټ
د کال ۲۰۲۲ د حج لپاره د تیاریو او انتظاماتو په سلسله کښې د پاکستان د حج او مذهبي امورو د چارواکو او نور مشرانو یو پلاوې سعودي عرب ته رسیدلې دې.
د حج وزارت په ټولنیزو رسنیو په پانړه د یو راپور ترمخې د حج 2022ء لپاره د تياريو او انتظاماتو په لړ كښې د مذهبي چارو وفاقي سېكتر سردار اعجاز خان جعفر په مشرۍ كښې د مذهبي چارو وزارت يو پلاوې سعودي عرب ته رسېدلې دي.
د راپور مطابق په سعودی عرب کښې ی د سعودي عرب د حج او عمرې وزارت دوره كړې ده او ددې وزارتونو او ریاستونو اړوند ادارو چارواکو سره ی کتلي دي.
په پلاوي کې د پاکستان سينئر جوائنټ سيکرټري حج عالمګير خان، د حج آئي ټي سيل انچارج عبدالحکيم خټک، ډي جي حج ابرار مرزا،، ډائريکټر حج مکې ساجد منظور اسدي، ډائريکټر حج مدينه منوره طارق رحماني شامل دي. .
د یادنوې د چې د پاکستان د حج وزارت دغه پلاوې به د سعودي وزارت حج او نور اړونو وزارتونو مشرانو او چارواکو سره د راتلونکي حج په انتظاماتو، سعودي تعلیماتو او نورو موضو عاتو باندې تفصیلي خبرې اترې کوي.






