کنړ کې د ځنګلونو په وهلو او لرګیو په قاچاق بندیز ولګېدۀ

کنړ کې د ځنګلونو په وهلو او لرګیو په قاچاق بندیز ولګېدۀ
وروسته تر هغه چې د زراعت وزارت مرستیال مولوي صدر اعشظم د کنړ ولایت ته د ځنګلونو د لیدنې په موخه سفر وکړ، د ځنګلو په وهلو او قاچاق یې بندیز ولګاوۀ.
(2011 / 9 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
وروسته تر هغه چې د زراعت وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم د کنړ ولایت ته د ځنګلونو د لیدنې په موخه سفر وکړ، د ځنګلو په وهلو او قاچاق یې بندیز ولګاوۀ.
تر دې وړاندې یو شمېر رسنیو خبر ورکړی ؤ چې د طالبانو له راتګ سره سم د کنړ ځنګلو وهل کېږي او بیا پاکستان ته قاچاق کېږي.
د یاد وزارت مرستیال وویل چې تر دې وروسته هېڅوک حق نلري چې ځنګلونه ووهي او قاچاق یې کړي، که څوک بیا هم دا کړنه تر سره کړي جزا به ورکړل شي.
تر دې وړاندې د طالبانو له خوا کنړ ته لېږل شوی والي خلکو د ځنګلونو په قاچاق کې ښکېل ګاڼه.




