امریکا کې د داعش احتمالي برید؛ پولیسو ته د آماده ګۍ امر ورکړل شوی دی

امریکایي چارواکي وایي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د داعش ترهګرې ډلې او القاعدې ګواښونه په چټکۍ سره مخ په زیاتیدو دي.
امریکايي چارواکي اندېښنه ښيي چې له شپږ میاشتو تر یوه کال پورې داعش ډله دومره وړتیا موندلی شي چې له افغانستانه بهر بریدونه وکړي.
(2021 / 10 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا په شمالي ایالت ویرجینیا کې پولیس د داعش ډلې د احتمالي برید له امله د احضاراتو په حالت کې دي.
د شمالي ویرجینیا پولیس پر غټو بازارونو او سوداګریزو مرکزونو د داعش ډلې د احتمالي برید خبرداری ورکوي.
امریکایي چارواکي وایي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د داعش ترهګرې ډلې او القاعدې ګواښونه په چټکۍ سره مخ په زیاتیدو دي.
امریکايي چارواکي اندېښنه ښيي چې له شپږ میاشتو تر یوه کال پورې داعش ډله دومره وړتیا موندلی شي چې له افغانستانه بهر بریدونه وکړي.
امریکا هیله لري چې دوی به د داعش ډلې وسله والو په نښه کولو لپاره د هوايي بریدونو لړۍ روانه وساتي.