امیر خان متقي: داعش ډله ځواکمنه نده؛ د دوی پۀ ګټه تبلیغات دوی ځواکمن ښيي

امیر خان متقي: داعش ډله ځواکمنه نده؛ د دوی پۀ ګټه تبلیغات دوی ځواکمن ښيي

 

 

د ا.ا.ا بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وايي ، داعش په افغانستان کې نظامي ځواک نه لري ، خو په هېواد کې د دې ډلې په ګټه تبلیغات روان دي.

د ترکیې اناتولیا خبري اژانس سره په مرکه کې ، ښاغلي متقي وویل چې د دغو تبلیغاتو موخه  د افغان حکومت کمزوري کول دي ، او خبرداری یې ورکړ چې پر افغانستان د نړیوال فشار دوام داعش ډله پیاوړې کوي.

متقي وویل ، داعش ډله  په افغانستان کې هیڅ نظامي ځواک او مرکز نلري. “البته ، د دوی لپاره تبلیغات ترسره کیږي ترڅو د ا.ا.ا حکومت کمزوری وښودل شي او په حکومت بهرني فشارونه زیات شي ، او داعش له دې فشارونو څخه مورال واخلي.”

ښاغلي متقي دا هم وویل چې حکومت د شیعه جوماتونو امنیت ته ژمن دی. په ورته وخت کې ، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د نړۍ په هیوادونو غږ کوي چې په افغانستان کې د پۀ نیمیايي پاتې پراختیایی پروژو کار بیا پیل کړي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په ګاونډیو هیوادونو او سیمه هم غږ وکړ چې د اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو لپاره ګام پورته کړي.

اړوند موضوعات: 

امیرخان متقی: تهدید داعش در افغانستان جدی نیست

هغه زیاته کړه: “موږ له هغو هیوادونو چې د اسلامي امارت ، په ځانګړي ډول ګاونډیو هیوادونو او سیمې سره ښې اړیکې لري ، تمه لرو چې د ا.ا.ا د په رسمیت پېژندلو لومړیتوب وکړي

هغه یو ځل بیا د پر امریکا غږ وکړ چې د افغانستان کنګل شوې شتمني بېرته خوشې کړي.

ښاغلی متقي داسې مهال  افغانستان کې د داعش په اړه خبرې کوي ، چې په تیرو دوه اونیو کې یې په کندز او کندهار کې دوه وژونکي بریدونه کړي دي.