د عامې روغتیا سرپرست وزیر قطر کې د افغانستان لپاره د فرانسې ځانګړي استازي سره لیدلي.

0
85

د عامې روغتیا سرپرست وزیر قطر کې د افغانستان لپاره د فرانسې ځانګړي استازي سره لیدلي.

21 مارچ سه شنبه 2023

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد په دوحه کې د خپل کاري سفر په جریان کې د افغانستان لپاره د فرانسې هیواد ځانګړي استازي او شاژدافیر جين ميرن سره ولیدل.

 

خبرزیاتوي چې په ياده ليدنه کې د روغتیا په سکتور کې په دوه اړخیزو همکاریو، د روغتیایی پروژو په پلي کولو او د روغتيا په سکتور کې د مرستندويه همکارانو په اړه هر اړخیز بحث ترسره شو.

 

همدا راز د مرستو د پلي کونکو مؤسساتو او خارجي مؤسساتو په شفافیت، حساب ورکونې ، او د FMIC روغتون په یو شمیر روغتیایي مسائلو بحث تر سره شو.

اړوند موضوعات

د عامې روغتیا سرپرست وزیر په مشرۍ یو پلاوی قطر هیواد ته د روغتیا سکتور په اړه د خبرو لپاره په رسمي سفر تللی.

 

د فرانسې ځانګړي استازي جين ميرن د روغتيا وزير ډاکټر عباد ته د روغتیا په برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

Leave a reply