د عامې روغتیا سرپرست وزیر په مشرۍ یو پلاوی قطر هیواد ته د روغتیا سکتور په اړه د خبرو لپاره په رسمي سفر تللی.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر په مشرۍ یو پلاوی قطر هیواد ته د روغتیا سکتور په اړه د خبرو لپاره په رسمي سفر تللی.
16 مارچ پنشنبه 2023
د افغانستان د عامې روغتيا وزارا له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د سرپرست وزير ډاکټر قلندر عباد د لوړ رتبه مل پلاوي سره قطر هېواد ته په رسمي سفر روان شو.
خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت یو لوړ رتبه پلاوی د عامې روغتيا د وزير ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په مشرۍ قطر هيواد ته په شپږ ورځني سفر روان شو.
د ياد سفر موخه له قطر هيواد سره د روغتیايي خدماتو د همغږۍ، افغان ډاکټرانو لپاره د ظرفيت لوړونې په برخه کې زمينه سازي ده.
اړوند موضوعات
د عامې روغتیا وزیر د Action Against Hunger نړیوالې موسسې له اجرائیوي مشر سره لیدلي.
همدا راز په افغانستان کې د روغتيا په برخه کې د همکارۍ او سرمايه ګزارۍ په اړه خبرې تر سره کول دي.