د کډوالو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال د (UNHCR) دفتر له رئيس سره ليدلي او کډوالو په اړه یې خبرې اترې کړي.
د کډوالو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال د (UNHCR) دفتر له رئيس سره ليدلي او کډوالو په اړه یې خبرې اترې کړي.
16 مارچ پنشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت مالي او اداري مرستيال محمد ارسلاح خروټي په خپل کاري دفتر کې د (UNHCR) دفتر له رئيس سره ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې دواړو لوريو راستنېدونکو او بېځايه شوو ته د مرستو د وېش پر دوام خبرې وکړې.
ښاغلي خروټي په خپلو خبرو کې د (UNHCR) دفتر د همکاريو پر دوام ټينګار وکړ، چې د مخکينيو هوکړه ليکونو او ژمنو مطابق يې دمهاجرينو چارو وزارت سره کړې وې.
هغه زياته کړه، هغه بشري مرستې چې د ټولنې تر ټولو زيانمنوونکي قشر ته ورکول کېږي بايد له سياسي مسلو څخه جلا وي او په دې برخه کې بايد سياسي چلند ونه شي.
همدارنګه د (UNHCR) دفتر رئيس د مهاجرينو چارو وزارت او د هغه د دفتر ترمنځ د اغېزمنو همکاريو او همغږيو يادونه وکړه او د خپلو همکاريو ډاډ يې ورکړ.
اړوند موضوعات
د کډوالو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال د اوچا له استازي سره کتلي او پر ځینو موضوعاتو یې خبرې کړي.
نوموړي وويل، هڅه کوي چې هغه محدوديتونه او ستونزې هوارې کړي چې په دې برخه کې رامنځته شوي او د مهاجرينو چارو وزارت سره به د پخوا په څېر همکاري دوام ولري.