باغي ټی وی رپورټ
مانسهره کښي يو سړي خپله ښځه، خسر او دوه کلن ماشوم په ډزو وژلي دي۔
د پوليس وينا ده چي پيښه په تحصيل اوګي کښي رامخي ته شوي چرته چي ملزم کور ته ننوتي او ډزي اوکړي چي په نتيجه کښي ئي د ملزم ساجد ميرمن، خسر او دوه خويندي مړه شوي دي۔
پوليس زياتوي چي ملزم ساجد يو نيم کال وړاندي د مقتول سره واده کړے وو، چي ماشومه د کورني تاوتريخوالي له وجي د خپل پلار کور ته راغله او دا ګام ئي پورته کړے دے۔
پوليس ملزم نيولي او نور تحقيقات ئي شروع کړي دي۔










Leave a Reply