د عامې روغتیا وزیر د Action Against Hunger نړیوالې موسسې له اجرائیوي مشر سره لیدلي.
د عامې روغتیا وزیر د Action Against Hunger نړیوالې موسسې له اجرائیوي مشر سره لیدلي.
14 مارچ سه شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر، ډاکټر قلندر عباد د Action Against Hunger نړیوالې موسسې له اجرائیوي مشر، جان فرانکواس سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې چې د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس، ډاکټر نېک ولي شاه مومن هم ګډون درلود، د دې موسسې د بشري پروګرامونو پر فعالیتونو خبرې وشوې.
اړوند موضوعات
د عامې روغتیا وزیر په ټولو بشري روغتیايي پروګرامونو کې پر شفافیت، موثریت او حساب ورکولو ټینګار وکړ.