د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د یو شمیر لوړپوړو مسؤلینو په ګډون د کمال خان بند څخه لیدنه ترسره کړی.

0
204

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د یو شمیر لوړپوړو مسؤلینو په ګډون د کمال خان بند څخه لیدنه ترسره کړی.

21 مارچ سه شنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان دولت اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند د یو شمیر لوړو پوړو مشرانو په ملتیا نیمروز ولایت ته سفر وکړ.

په دې سفر کې د اقتصادي مرستیال سره د بهرنیو چارو وزیر، د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال، د ملي پراختیا شرکت رئیس او یو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي ملګري وو او د نیمروز له والي سره تر لیدنې وروسته یې له کمال خان بند څخه هم لیدنه وکړه.

 

خبرزیاتوي چې د نیمروز ولایت له والي سره د دې ولایت د خلکو د اوبو د ستونزو د حل او کرنیزو ځمکو ته د پر وخت اوبو رسولو د بحث تر څنګ د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال او مل پلاوي د کمال خان بند د توربینونو د نصبولو له بهیر څخه لیدنه وکړه او د اوبو د ذخېرې د ظرفیت د زیاتوالي، د اړونده کانالونو د پاک کارۍ او په ټوله کي د چارو د ښه مدیریت په اړه اړوندو مسئولینو ته لازمې لارښووني وکړې.

 

ملا برادر اخوند کمال خان بند ملي او حياتي پروژه وبلله او د رامنځته شويو نوښتونو له امله یې د مسؤلينو د هڅو قدرداني وکړه.

اړوند موضوعات

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په بادام باغ کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین په موخه جوړو شوو مراسمو کې ګډون کړی.

 

په پای کې اقتصادي مرستیال د بند د پارچاوې او د اوبو کنټرول په اړه د تخنیکي انجنیرانو نظرونه واورېدل او په اړه یې د اوبو او انرژۍ وزارت مسؤلینو ته هدایت وکړ چې د ستونزو د حل په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

Leave a reply