د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په بادام باغ کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین په موخه جوړو شوو مراسمو کې ګډون کړی.

د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په بادام باغ کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین په موخه جوړو شوو مراسمو کې ګډون کړی.
7 مارچ سه شنبه 2023
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند په بادام باغ کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین په موخه جوړو شوو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
اقتصادي مرستیال یادو مراسمو ته وویل، موږ د افغانستان د زرغونولو او نیالګیو کېنولو په موخه د دا ډول پروګرامونو ستاینه کوو او باوري یو چې په دې سره به ډېرې شاړې ځمکې زرغونې او طبیعت ته به یې ګټه ورسېږي.
نوموړي زیاته کړه، افغانستان یو زراعتي، د پرېمانه اوبو او مناسب طبیعي چاپېریال لرونکی هېواد دی، چې باید هوا یې تر نورو هېوادونو پاکه وای، خو له بدهمرغه د پاکې انرژۍ نشتون او د څو لسیزو په اوږدو کې د اشغالګرو لخوا د خطرناکو بمونو او کیمیاوي وسلو استعمال زموږ د هېواد پر هوا او طبیعت بد تاثیر کړی دی.
د دغه ککړ چاپېریال او وژونکو کیمیاوي موادو له تاثیراتو څخه د خلاصون یوازینۍ لار د نیالګیو کېنول او د هغه سالمه روزنه ده.
نوموړي همدا راز وویل دا کار یوازې د حکومت مسؤلیت نه دی، بلکې د هېواد هر وګړی باید په دغه برخه کې کار وکړي څو مو هېواد زرغون او یو ښه چاپېریال ولرو.
د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین په مناسبت جوړه شوې غونډه کې ملا برادر اخوند له ټولو هېوادوالو او په ځانګړې توګه له کابل ښاریانو وغوښتل، چې په خپلو کورونو کې لږ تر لږه یو نیالګی کېنوي او پاللو ته یې پاملرنه وکړي.
اړوند موضوعات
د افغان دولت رئیس الوزراء د نوي کال د رارسېدو په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېنوه.
نوموړي په اخره کې وویل، باوري یم که دا کار ترسره شي، په راتلونکو څو کلونو کې به د کابل ټولې تپې زرغونې شي.






