د افغان دولت رئیس الوزراء د نوي کال د رارسېدو په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېنوه.
د افغان دولت رئیس الوزراء د نوي کال د رارسېدو په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېنوه.
7 مارچ سه شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له دفتره په خپره شوې یوه تازه خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان دولت (اسلامي امارت) رئیس الوزراء ملا محمد حسن آخوند نن سهار د نوي کال رارسېدو په مناسبت د ارګ په محوطه کې یو نیالګی کېنوه.
خبرزیاتوي چې رئیس الوزراء په دې مراسمو کې چې د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس او د دغه ریاست مرستیالانو یې ملتیا کوله د یاد نیالګي کرلو پر مهال د افغانستان د ښېرازۍ او هوساینې دعا وکړه.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د خصوصي ښوونځیو ټولنې رئیس او غړو سره کتلي.
ملا محمد حسن آخوند ټولو شهیدانو ته فردوس جنت ترڅنګ د افغانستان لپاره د سرتاسري هوساینې، فیض او برکت، ښېرازۍ او پرېمانۍ دعا هم وکړه