کنړ کې درې تنه د قیمتي ډبرو د قاچاق په تور د قیمتي ډبرو سره نیول شوي.

0
63

کنړ کې درې تنه د قیمتي ډبرو د قاچاق په تور د قیمتي ډبرو سره نیول شوي.

21 مارچ سه شنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت اړوند د کونړ ولايت امنیه قوماندانۍ په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې د درې تنو قاچاقبرو چې قیمتي ډبرې یې قاچاق کولې نیولي دي.

خبرزیاتوي چې د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو او امنیتي مسولینو درې تنه د قیمتي ډبرو د قاچاق په تور په مرکز چغان او دوهمې شاهرا ټولي زیــړي بابا په امنیتي چک پواینټ کې ونیول.

اړوند موضوعات

د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د هیواد په ۸ ولایتونو کې معتادین د درملنې لپاره نیولي او نشه یې توکي یې کشف کړي.

 

د کونړ امنیه قومندانۍ د امنیت امر مولوي نعمت الله وويل هیچاته به د طبیعي شتمنۍ هغه که لرګي وي او یا هم قیمتي ډبرې د قاچاق اجازه به ورنکړي او سرغړونکي به يې د قانون منګلو ته وسپاري، هغه له ولسونو هم وغوښتل چې د امنیتي ځواکونو سره د تیر په څیر مرسته وکړي.

Leave a reply