اطلاعاتو وزارت: د یوناما مسؤلې په بامیانو کې د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره کتلي.

0
184

اطلاعاتو وزارت: د یوناما مسؤلې په بامیانو کې د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره کتلي.

20 مارچ دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چي تېره ورځ د یوناما مسؤلې سارا دیمول د بامیان ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سیف الرحمان محمدي سره په دغه ریاست کې وکتل.

 

په دې کتنه کې د یوناما مسؤلې د یوناما د څانګو فعالیتونه بیان کړل او زیاته یې کړه د یوناما یوه مهمه برخه ددغه سازمان د بشري حقونو څانګه ده، چې د خپلو عمومي موخو له جملې څخه د بشري حقونو، د خلکو د عمومي حقونو، د بندیانو او معلولینو د حقونو تامینول دي.

 

یاده لیدنه کې د باميانو د اطلاعاتو او کلتور رئيس د دغه رياست فعالیتونه بیان کړل او زیاته یې کړه، موږ د اطلاعاتو فرهنګ او هنر، ځوانانو او ګرځندوى په برخو کې کار کوو.

 

همدا راز موږ د اطلاعاتو په برخه کې له ټولو خبريالانو سره په تماس کې يو، زموږ موخه د خبريالانو او دولتي ادارو ترمنځ د مناسبې همغږۍ او دوه اړخيزو همکاريو رامنځته کول او د فرهنګ اوهنر په برخو کې هم د لرغونو آثارو د ساتنې، د کتاب او لاسي صنايعو د نندارتونونو په لاره اچول، د کتاب لوستلو سياليو په لاره اچول او د کتاب د فرهنګ د ودې او مطالعې او د شاعرانو، ليکوالانو د ملاتړ په برخو کې کار کوو.

 

همدا راز د ځوانانو په سکتور کې موږ د ټولنیزو ټولنو ترمنځ د ظرفیت لوړونې، ورزش او همږغۍ ته وده ورکوو، چې یوه له لاسته راوړنو څخه مو تېر کال د دغه ریاست له خوا د ظرفیت لوړونې له ټولګیو څخه د څه باندې ۴۵۰تنو ځوانانو فراغت و.

اړوند موضوعات

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رئیس د یونیسیف نړیوال سازمان د ولایتي مسئول سره کتلي.

 

د دغې غونډې په پای کې سارا ديمول د اطلاعاتو او کلتور رياست د فعاليتونو ستاينه وکړه او ددغه رياست فعاليتونه يې مهم او ارزښتناک وبلل.

Leave a reply