د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رئیس د یونیسیف نړیوال سازمان د ولایتي مسئول سره کتلي.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رئیس د یونیسیف نړیوال سازمان د ولایتي مسئول سره کتلي.
15 مارچ چهارشنبه 2023
د هلمند ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تیره ورځ د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس حافظ عبدالباري راشد د یونیسیف نړیوال سازمان هلمند څانګي له مسئول محمد اینوا ذکریا سره په داسي حال کي وکتل چي د یادي څانګي دعامه اړیکو او ارتباطاتو مسؤل انجنېر ګل محمد هم حضور درلود.
محمد اینوا ذکریا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له هغه همکاریو مننه وکړل چې د یاد سازمان سره یې مطبوعاتو او خلکو سره عامه پوهاوي برخو کي ترسره کړي دي او په راتلونکي کي یې هم د لا ښه همکاريو او ملاتړ هیله وښودله.
د اطلاعاتو رئیس راشد د د یونیسیف ولایتي مسؤل ذکریا سره دې ولایت کې د مطبوعاتو، اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند ښوونیز مرکز او ځوانانو ته د کاري زمینو برابرولو اړوند بحث وکړ.
اړوند موضوعات
د ښاغلي ذکریا له لوري ورته ډاډ ورکړل سو چې خپل تر وسه به دې برخو کې همکار پاتي سي او د نورو نړیوالو مؤسساتو پام به هم دې برخو ته را جلب کړي.