د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معین د ناشرانو اتحادیې له مسؤلینو سره د هغوی د ستونزو د اوریدو په موخه کتلي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معین د ناشرانو اتحادیې له مسؤلینو سره د هغوی د ستونزو د اوریدو په موخه کتلي.
9 مارچ پنشنبه 2023
د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د نشراتو معین مولوي مهاجر فراهي د ناشرانو اتحادیې له مسؤلینو سره وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.
خبرزیاتوي چې د یاد وزارت معین د ناشرانو اتحادیې مسئولینو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه د کتاب خپرول یو له درنو مسؤلیتونو څخه دی، باید جدي توجه ورته وشي او موږ ژمن یو چې د کتابونو له ناشرانو سره په مرکز، ولایتونو او په نړیوالو نندارتونونو کې همکاري وکړو.
اړوند موضوعات
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د اهل تشیع علماوو شورا له مرستیال سره کتلي.
همدا راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د څار رئیس عبدالحق حماد د کتابونو له ناشرانو وغوښتل، چې د خپلو ستونزو د حل لپاره همغږي شئ او زیاته یې کړه، چې د کتابونو ناشران باید د خلکو لپاره د کتاب لوست دودولو ته وده ورکړي.